کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰): پولیس وايي، په تېرو درېيو ورځو کې یې د کابل ښار په يوولسمه امنيتي حوزه کې شپږ تنه د غلاوو په تور نيولي دي.
د کابل امنيې قوماندانۍ د يوولسمې امنیتي حوزې امر نصيراحمد احمدي وايي، چې دغه کسان يې د خلکو په همکاري نيولي دي.
هغه وایي، له یادو کسانو یوه یې پر یوې ښځې تومانچه راایستلې او د هغې بیک یې ترې وړی. ده وویل چې پاتې نور یې د بېلا بېلو غلاوو په تور نیول شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ د یادو شپږو کسانو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
په دغه ویډیویي کلیپ کې له نیول شویو کسانو څخه د پروان ولايت اوسېدونکی محمد فیاض اعتراف کوي چې د موټر د غلا په جرم نیول شوی دی.
له یادو کسانو يو بل تن هم وایي چې د ۲۰۰۰ ډوله موټر د غلا په جرم نيول شوی دی.
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن