Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“که پاکستان انټرنېټ ارزانه نه کړي، افغانستان به یې له نورو وپېري”

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم او د زېربناوو په برخه کې له پاکستانه د مرستې غوښتنه کړې ده؛ وایي که پاکستان انټرنېټ په لوړه بیه پلوري، افغانستان اړ دی چې له نورو هېوادونو یې وپېري.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري (اترا) پر خپلې فېسبوکپاڼه لیکلي چې تېره ورځ د مخابراتو وزارت او د اترا ادارې سرپرست مولوي نجیب الله حقاني د بورډ غړو او د دې ادارې د بېلابېلو څانګو رییسانو د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوي سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په دې لیدنه کې د پاکستان له پلاوي وغوښتل چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په برخه کې خپلې تجربې له اترا سره شریکې کړي او د زېربناوو په برخه کې هم همکاري وکړي.

سرچینې لیکلي چې حقاني له پاکستاني پلاوي سره د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پرتله له پاکستانه د انټرنېټ په لوړه بیه اخیستلو، له پاکستان سره د مرین او دارک نوري فایبر کېبل د نښلونې او پرمختیا، له اقتصادي زیانه د مخنیوي په پار د دواړو هېوادونو ترمنځ په صفري نقطه کې د فریکونسیو له اذیت او تداخل څخه د مخنیوي، له منځنۍ اسیا، سیمې او نړۍ سره د ټرانزیټ لپاره د افغانستان له خاورې د ګټه اخیستنې او په افغانستان کې د عصري مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ اسانتیاوو رامنځته کولو او د مخابراتو او انټرنېټ په برخه کې د افغانستان اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي چې په یاده ناسته کې له پاکستانه وغوښتل شول چې د افغانستان په حدودو کې د فریکونسیو د اخلال مخه ونیسي او انټرنېټ پر افغانستان په ارزانه بیه وپلوري.

ده لیکلي: "که پاکستانی لوری انټرنېټ په جګ نرخ وپلوري، افغانستان اړ دی انټرنېټ له نورو هېوادونو وپېري، په دې ناسته کې ډارک فایبر ته د لاسرسي غوښتنه وشوه څو افغانستان ته په کرایه ورکړل شي چې ورسره به افغانستان له نړیوال انټرنېټ سره وصل شي."

د الکوزِي په وینا، په یاده ناسته کې په خوست کې د غلام خان له لارې د نوري فایبر د وصل په اړه هم خبرې اترې وشوې.

د اترا ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، د پاکستان د ملي امنیت مشاور معید یوسف ویلي چې دوی له افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاریو ته چمتو دي.

هغه وايي: "پر افغانستان د انټرنېټ خرڅلاو د بیو په اړه به بیاځلي کتنه وشي."

د سرچینې په وینا، یوسف د ځینو نورو کړنو په اړه په انلاین بڼه د ځینو پروګرامونو او سافټویرونو وړاندیز وکړ چې د مخابراتو وزارت د سرپرست له لوري د ګټور تمامېدو په صورت کې له هغو څخه د ګټې اخیستنې سپارښتنه وشوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.