Language

د افغانستان کرکټ نولس کلنو ملي لوبډله به سبا له اسټرالیا سره لوبه وکړي

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰): د هېواد د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو کې سبا خپله وروستۍ لوبه له اسټرالیا سره ترسره کړي.

ټاکل شوې دغه لوبه د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې د درېیم مقام خپلولو پر سر د دواړو ډلو ترمنځ ترسره شي.

له دې مخکې د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې په سیمي فاینل لوبه کې له انګليستان څخه ماتې وخوړه او د دغه جام فاینل لوبو ته یې لار پیدا نه کړه.

بلخوا د هند د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

login or register a new account.