کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰): د هېواد د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو کې سبا خپله وروستۍ لوبه له اسټرالیا سره ترسره کړي.
ټاکل شوې دغه لوبه د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې د درېیم مقام خپلولو پر سر د دواړو ډلو ترمنځ ترسره شي.
له دې مخکې د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې په سیمي فاینل لوبه کې له انګليستان څخه ماتې وخوړه او د دغه جام فاینل لوبو ته یې لار پیدا نه کړه.
بلخوا د هند د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
د کرکټ نولس کلنو نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې به انګيستان لوبډله د هند پر وړاندې میدان ته ووځي.
د دغه جام سیالیو وروستۍ لوبه به د روان کال د فبرورۍ په پنځمه (راتلونکې شنبې) ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










