Language

یو. این. ایچ. سي آر. په کندهار کې د پنځو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي

کندهار (پژواک، ١٥ سلواغه ۱۴۰۰): د کندهار ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتو کې د څه باندې ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت د غلام حيدر حميدي په نوم د يوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې.

په دې مراسمو کې د پوهنې ریاست د مسوولینو ترڅنګ په کندهار کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ HNHCR)) استازو او د همدې سیمي قومي مشرانو ګډون کړي وو.

د کندهار د پوهنې رئیس مفتي قدرت الله الوصال رسنیو ته وویل، په دې سیمه کې زده کوونکي په کرایي کور کې زده کړي کوي چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره به دغه ستونزه حل شي.

هغه زیاته کړه، په کندهار ښار او ولسوالیو کې څلوېښت سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د پوهنې رئیس وویل: «دا ډېر ښه ګام دی چې د یو. این. ایچ. سي. آر له خوا د ښوونځيو تعمیرونه جوړېږي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې همدا اوس موږ تر سل زیات داسي ښوونځي لرو چې تعمیر نه لري او زده کوونکي یې له ستونزو سره مخ دي.»

په همدې مهال، په کندهار کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي امیرمحمد وويل چې د غلام حیدر حمیدي ښوونځی به د شپږو میاشتو په موده کې د ٢٢،٣ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شي.

دی وایي، دغه ښوونځی چې پر دوه جریبه ځمکه جوړېږي، ۱۲ ټولګي لري چې په یوه وخت ۴۰۰ تنه زده کوونکي کولای شي زده کړې په کې وکړي.

هغه زیاته کړه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري غواړي چې سږ کال په کندهار کې د پنځو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

د يادونې وړ ده چې په کندهار کې د تیرو جګړو پر مهال ډېری ښوونځي تخریب شوي او یو شمېر يې بیا د نامعلومو وسله والو له خوا سوځول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.