کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰): په کابل کې د چین سفیر وايي، د چین یو رېل ګاډی چې له افغانانو سره د مرستې په موخه ۷۳۰ ټنه غنم په کې بار دي، د افغانستان پر لور حرکت کړی دی.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي چې دغه ریل ګاډی له شینجیانګ څخه د افغانستان پر لور روان شوی او په کې بار غنم د نوي میلادي کال په مناسبت له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته لېږدول کېږي.
دی وايي، په دغه ریل ګاډي کې د چین د حکومت له خوا ۶۰۰ ټنه او د دغه هېواد د سره صلیب له خوا ۱۳۰ ټنه برابر شوي غنم بار دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ترکیې یو رېل ګاډی- چې ۷۵۰ ټنه بشري مرستې په کې بار دي- د افغانستان پر لور حرکت کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP