کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰): د حکومت یو چارواکی وایي چې له دې وروسته د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت په کابل کې د خلکو تر کورونو ګاز تر بازاره په ارزانه بیه رسوي.
د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په یوه ټويټ کې لیکلي، د کابل ښار د ۲۲ ناحیو اوسېدونکي به د زماني جدول مطابق یوه کیلو مایع ګاز په ۷۰ افغانیو پېري.
کریمي تېره ورځ پر خپل ټويټرد حکومت له دې پرېکړې خبر ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې دغه اقدام د نفتي توکو د بیو ټيټېدو او په بازار کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدو او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له کمېدو سره په کابل ښار کې یوه کیلو مایع ګاز ۱۰۰ افغانیو ته رسېدلی و.
دمګړۍ چې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې ښه شوی، هېوادوال په هېواد کې د سون او خوراکي توکو د بیو ټيټېدل غواړي.
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن