Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

چاریکار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰): د سالنګ لویه لاره چې مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د ډېرې واورې له امله د ټېلري موټرو پر مخ بنده شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست وایي چې د سالنګ دواړو لورو ته له تېرې شپې راهیسې واوره اوري او اټکل شوی چېر تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به دوام ولري.

سرچینه زیاتوي چې یاده لاره له ټېلري موټرو پرته د نورو ټولو موټرو پر مخ خلاصه ده او موټر چلوونکي کولی شي چې  د چين او نورو ژمنیو لازمو وسایلو په درلودو سره پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

یاده لاره د هندوکش په لوړو غرونو کې پر بغلان او پروان له یوه تونله چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی لري، تېرېږي.

په ژمي کې پر یاده لاره تګ راتګ له خطر سره مخ وي.

د ۱۳۸۸ کال د سلواغې په میاشت کې په سوېلي سالنګ کې د زیاتو واورو او توپانونو له امله ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.