کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۶۳۸ کسان پر کرونا اخته شوي او اتو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۱۷۳۱ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی چې له دې ډلې د ۶۳۸ کسانو نتیجه مثبت وه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې یادې پېښې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د نوموړي په خبره، ۱۰۶ پېښې په کندهار، ۱۰۲ پېښې په ننګرهار، ۸۹ پېښې په کاپیسا، ۶۱ پېښې په هلمند، ۵۵ پېښې په کابل، ۵۰ پېښې په غزني ، ۳۵ پېښې په سرپل، ۲۸-۲۸ پېښې په میدان وردګ او بامیانو،۲۴-۲۴ پېښې په پروان او بلخ، ۱۷ پېښې په غور، ۱۰ پېښې په کنړ، اووه پېښې په کندوز او یوه پېښه په هرات ولایتونو کې ثبت شوې ده.
نوموړی وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۰۳ کسان له کرونا ناروغۍ ښه شوي دي.
د هغه په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته کسانو د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د هغه په خبره، تر اوسه هېواد کې څه باندې ۱۶۳ زره د کرونا مثبت پښېې ثبت شوې چې له دې ډلې تر ۱۴۶زره ډېر کسان له کرونا جوړ شوي تر ۷زره او ۴۰۰ ډېرو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن