Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“څوک حق نه لري چې خبریالان ونیسي او یا یې وګواښي”

غزني (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس وایي، حکومت له خبریالانو او رسنیو سره د فعالیت په برخه کې هيڅ راز ستونزه نه لري او ملاتړ يې کوي او زیاتوي چې هیڅوک اجازه نه لري خبریالان وګواښي او یا یې ونیسي.

 مولوي حبیب الله مجاهد د سلواغلې په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې که کوم خبریال غواړي ولسواليو ته سفر وکړي، مخکې له مخکې دې د هماغې ولسوالۍ مسوولینو ته خبر ورکوي چې له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

مجاهد زياتوي چې له دې وروسته هيڅ نظامي او ملکي اداره پر خپل سر د خبريالانو د ګواښلو او يا نيولو حق نه لري.

هغه وويل: "که چا پر خپل سر خبريالان وګواښل او يا يې ونيول، نو د اسلامي امارت له خوا به قانوني چلند ورسره وشي."

ده دغه راز وويل چې حکومت د رسنيو ملاتړ کوي.

خو مجاهد له رسنيو وغوښتل چې دوی دې په خپلو خبرونو کې د "طالبانو" پر ځای د اسلامي امارت کلمه کاروي.

بلخوا د غزني د خبريالانو اتحاديې مرستيال رحمت الله مرجانخېل له خبريالانو د ملاتړ په برخه کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له اقداماتو مننه وکړه.

هغه زياته کړه چې د غزني رسنۍ نه غواړي چې د اسلامي شريعت او يا هم افغاني کلتور ضد خپرونې ولري.

نوموړي دغه راز وويل چې د دوی خپرونې د اسلامي امارت له پاليسۍ سره سمې روانې دي.

په غزني کې د ملي راډیو په شمول شپږ راډیوګانې او دوه شخصي ټلوېزیونونه فعاليت کوي.

دغه راز درې راډیوګانې چې په کابل کې فعاليت کوي، په غزني کې هم اورېدل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.