Language

د امنیت شورا وایي د اسامه زوی افغانستان تللی و، خو افغان حکومت یې ردوي

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): ملګري ملتونه ادعا کوي چې د اسامه بن لادن زوی تېر اکتوبر کې افغانستان ته راغلی و او کېدای شي دغه هېواد د «ترهګرو ډلو» په خوندي ځای بدل شي، خو د افغانستان حکومت دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.

بي بي سي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېتې د یوه راپور له مخې لیکلي چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عبدالله د تېر کال په اکتوبر مياشت کې له «طالبانو» سره د ليدو په موخه افغانستان ته سفر کړی و.

login or register a new account.