کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۰): د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې یو شمېر اعتراض کوونکي- چې د کابل شمال لاره یې هم د لنډ وخت لپاره تړلې وه- ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د دغې سیمې یو اوسېدونکی پر ډزو وژلی دی.
په یوه خپره شوې وېډېو کې ښکاري چې اعتراض کوونکو د دغه وژل شوي کس مړی د یادې ولسوالۍ اړوند په «باغ والي» سيمه کې د سړک غاړې ته د اعتراض په ډول رایستلی و.
اعتراض کوونکي وایي چې وژل شوی کس هټۍوال و او هيڅ جرم یې نه درلود.
هغوی له حکومته غواړي چې په دې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.
د دغه لاریون یو عیني شاهد خالد مطمین پژواک خبري اژانس ته وویل چې اعتراض کوونکو پرون مازدیګر د لنډ وخت لپاره د کابل- شمال لاره په باغ والي سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړلې وه او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجینر عزام، د یاد کس د وژل کېدو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، پلټنې روانې چې دغه پېښه څنګه، د چا له خوا او ولې رامنځته ته شوې ده.
Views: 477
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن