ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت راتلونکی کال پر نږدې پنځه زره جریبه ځمکه باغونه جوړوي

د کرنې وزارت راتلونکی کال پر نږدې پنځه زره جریبه ځمکه باغونه جوړوي

author avatar
8 Feb 2022 - 15:50
د کرنې وزارت راتلونکی کال پر نږدې پنځه زره جریبه ځمکه باغونه جوړوي
author avatar
8 Feb 2022 - 15:50

کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ۱۴۰۰ ): د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، ټاکل شوې راتلونکی کال پر نږدې پنځه زره جریبه ځمکه د بېلابېلو مېوو باغونه جوړ کړي او هم په ټولو ولایتونو کې څه باندې پنځه میلیونه نیالګي کېنوي.

دغه څرکندونې د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د سلواغې په ١٩مه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، په ګرمو ولایتونو کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شوى او په ټول هېواد کې به څه باندې پنځه میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېږدي.

دی وایي چې له یادو نیالګيو به دوه میلیونه د کرنې وزارت له قوریو څخه، څه باندې څلور میلیونه د قوریه لرونکو له ټولنې او څه باندې څلور میلیونه به له خصوصي سکټوره ترلاسه شي.

د کرنې وزیر وویل چې په راتلونکي کال کې به د مختلفو ولایتونو په نږدې پنځه زره جریبه ځمکه کې د خرما، الوبخارا، مڼو، انارو، انګورو او ګیلاسو باغونه جوړ شي.

هغه وویل چې د کار په مقابل کې د غنمو د وېش پروسې له لارې تر اوسه پورې د کرنې وزارت څه باندې ۱۸زره مټریک ټنه غنم د ولایتونو مرکزي سېلوګانو ته انتقال کړي او تر ډېره پر کاریګرو وېشل شوي دي.

دی وایي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د څه باندې ۵۰۴زره څارويو درملنه شوې او نږدې ۶۲۵زره نور يې وقایه شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په راتلونکي کال به په میدان وردګ او بامیان ولايتونو کې د مېوې وچولو لپاره ۷۴ سلفر خونې او همدا شان په فراه او کندهار ولايتونو کې د مېوو پروسس او پیک کولو دوه فابریکې جوړې شي.

هغه وویل چې د څارويو د بېلابېلو ناروغیو د مخنيوي په موخه څه باندې ۱۶۹زره دوزه واکسین چمتو شوى او ډېر ژر به پر مالدارانو ووېشل شي.

دى زياتوي، د کرنې وزارت غواړي په ټولو ولایتونو خلکو او سوداګرو ته دولتي کرنيزې ځمکې ووېشي او د دې لپاره یوه کمېټه هم جوړه شوې ده.

نوموړي دا هم وويل چې سل مټریک ټنه اصلاح شوي غنم د ترکیې هېواد (ای اېچ اېچ) موسسې له لوري له کرنې وزارت سره مرسته شوې او د سل ټنه نورو غنمو د مرسته کولو ژمنه یې کړې ده.

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.