کابل (بژواک، ۱۹ سلواغه۱۴۰۰): امریکا د داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر عبدالله غفاري او هغو کسانو په اړه د معلوماتو پیدا کولو په بدل کې لس میلیون ډالره جایزه اعلان کړه، چې د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي چې د داعش د خراسان څانګې د مشر ثناءالله غفاري - چې په شهاب المهاجر مشهور دی- د ځای په اړه د معلوماتو په بدل کې لس میلیون ډالر ورکول کېږي.
سرچینې لیکلي چې داعش ډلې د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې ثناءالله د خراسان څانګې مشر ټاکلی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د «نړیوال ترهګر» په توګه پېژندلی دی.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت عدالت لپاره د جایزې ورکولو څانګې د داعش ډلې د هغو غړو په سر هم لس میلیون ډالره جایزه ورکوي چې تېر کال د اګست په ۲۶ مه د کابل د هوايي ډګر مخې ته په ځانمرګي برید کې لاس لري.
د راپورونو له مخې، په یاد برید کې د شاوخوا ۱۳ امریکایي عسکرو او له ۷۲ ډېرو افغانانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.