کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰): د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې د حکومت پالیسي روښانه ده؛ هيڅوک د صحرایي محکمې اجازه نه لري او نه به هیچا ته د سرغړونې اجازه ورکړل شي.
تېره ورځ د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ډیبورا لاینز سره په لیدنه کې له ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو له امله مننه وکړه او د دې غوښتنه یې وکړه چې د ولسوالیو او لرو پرتو سیمو له خلکو سره باید د هغوی اړتیاوو ته په کتو رسېدنه وشي.
نوموړي وویل: «اوس په ټول افغانستان کې امنیت ټينګ شوی، هغه نابشپړې پروژې چې د بېلابېلو سازمانونو له خوا یې قرارداد شوی، باید بشپړې شي، څو خلک ترې برخمن او د هغو قراردادیانو حقوق هم ورکړل شي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
ده دغه راز زیاته کړه: «د اسلامي امارت پالیسي څرګنده ده چې هیڅوک د صحرایي محکمو اجازه نه لري او نه به هیچا ته د سرغړونې اجازه ورکړي.»
ډیبورا لاینز په څو وروستیو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د ادارو او د حکومت ترمنځ د ښې همکارۍ او همغږۍ د مننې ترڅنګ پر لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ ټينګار کړی دی.
هغې په افغانستان کې د امنیت له ټينګېدو خوښي څرګنده کړه، په افغانستان کې د اقتصادي کنفرانس له جوړېدو مننه وکړه او دغه راز یې په دې وروستیو کې د ځينو ورکو شوو ښځو په اړه اندېښنه وښوده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP