پل علم (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰): د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکزي روغتون او د نایب امین الله لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون، نه یوازې د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي، بلکې ډاکټرانو او کارکوونکو یې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي.
د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د یادو دوو لویو روغتونونو په ګډون ۷۲ روغتیايي مرکزونه شته چې مخکې ځینو ته دولت او ځینو ته همکارو موسسو مالي او تخنیکي امکانات ورکول.
خو هغه زیاتوي چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې دا روغتیايي مرکزونه نه یوازې د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي، بلکې ډاکټرانو او کارکوونکو ته یې معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.
دی وايي، که څه هم د معاشونو د نشتوالي او طبي وسایلو د کمښت ستونزه افغانستان شموله ده خو هڅې یې پیل کړې څو دا او نورې ټولې ستونزې ژر حل شي.
نوموړي دا هم وویل چې د اوسني حکومت له راتلو سره په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې ښه والی راغلی خو ځینې ستونزې شته چې باید هوارې شي.
هغه د بېلګې د لوګر مرکزي روغتون یاد کړ چې د ناروغانو ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده، معیاري والی نه لري، طبي وسایل او پرسونل یې کم دي او د پایوازانو لپاره انتظار ځای نه لري.
ده خبر ورکړ چې د یادو ستونزو د هواري په موخه په پلان کې لري په ولایت مقام کې د ولایتي اړوندو ادارو او هغو موسسو ګډه غونډه جوړه کړي چې له عامې روغتیا ریاست سره همکارې دي.
د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ډاکټر شفق پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې یې په داسې حال کې معاش نه دی اخیستی چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
هغه زیاته کړه، د معاش نشتوالي او د طبي وسایلو کمښت روغتیايي خدمات اغېزمن کړي دي.
نوموړي له حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د روغتونونو د کارکوونکو د معاش او وسایلو د کمښت ستونزه حل کړي.
د یاد روغتون یوه خدماتي کارکوونکي زمان الدین پژواک ته وویل، د دغه روغتون ډاکټران او کار کوونکي شپه او ورځ د ناروغانو په چوپړ کې دي په داسې حال کې چې په میاشتو میاشتو یې معاش نه دی اخیستی.
دی وايي، د معاش د نشتوالي ترڅنګ بله ستونزه د درملو او طبي تخنیکي وسایلو کمښت دی چې مسوولین یې باید پر وخت د پوره کولو غم وخوري.
د روغتیا برخې دا ستونزې مو د ولایتي مقام له ویاند عمر منصور سره شریکې کړې، هغه وویل د عامې روغتیا ریاست چارواکو ورسره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي چې د حلولو هڅې یې کېږي.
ده زیاته کړه: ((ستونزې شته، د هوارولو لپاره به یې کار وشي خو موږ د عامې روغتیا رییس او پرسونل هڅې ستایوو چې خلکو ته په کمو امکاناتو ډېر خدمات وړاندې کوي.))
لوګر د کابل په ۶۵ کیلومترۍ کې پروت ولایت دی چې د یوه مرکزي او بل ۳۰۰ بستریز روغتون په ګډون په کې ۷۲ روغتیايي مرکزونه فعال دي.
خلک شکایت کوي چې په تېرو شلو کلونو کې سم روغتیايي خدمات نه دي ورته وړاندې شوي او ډېر وخت ناروغان د درملنې لپاره کابل ته استول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP