د لوګر دوه لوی روغتونونه د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي
د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکزي روغتون او د نایب امین الله لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون، نه یوازې د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي، بلکې ډاکټرانو او کارکوونکو یې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي.








