ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: د کرونا تړل شوي روغتونونه بېرته پرانیزو

د عامې روغتیا وزارت: د کرونا تړل شوي روغتونونه بېرته پرانیزو

author avatar
13 Dec 2021 - 17:47
د عامې روغتیا وزارت: د کرونا تړل شوي روغتونونه بېرته پرانیزو
author avatar
13 Dec 2021 - 17:47

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۰): عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ناروغۍ د درملنې روغتونونه چې مخکې تړل شوي وو، بېرته پرانیستل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر نن د لېندۍ په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټول هېواد کې د کرونا په برخه کې ۳۸ روغتونونو فعالیت درلود چې ۹ یې خصوصي او پاتې نورې یې دولتي وو.

هغه دې ته په اشارې چې د کرونا یو شمېر روغتونونه د ځینو ستونزو له امله تړل شوي وو، زیاته کړه: «د کرونا ټول بهیر نه و درېدلی، دا مهال هم په ټول هېواد کې د درېیو خصوصي روغتونونو په ګډون ۲۱ دولتي روغتونونه خدمتونه وړاندې کوي.»

نوموړي د کرونا په برخه کې د فعالیت لرونکو روغتونونو نمونه په ډګه نه کړل.

هغه څرګنده کړه چې دغه وزارت د کرونا ناروغۍ د روغتونونو د بیا پرانیستلو لپاره له مختلفو بنسټونو سره خبرې کړې چې په پایله کې ځینې نړیوال بنسټونه حاضر شول څو یادو روغتونونو مالي ملاتړ وکړي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او له ماشومانو د ملګرو ملتو د ملاتړ صندوق (UNICEF . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.