ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې د کرونا پېښو ډېرېدو سره د اکسيجن د توليد او پلور کچه لوړه شوې

هېواد کې د کرونا پېښو ډېرېدو سره د اکسيجن د توليد او پلور کچه لوړه شوې

author avatar
9 Feb 2022 - 14:57
هېواد کې د کرونا پېښو ډېرېدو سره د اکسيجن د توليد او پلور کچه لوړه شوې
author avatar
9 Feb 2022 - 14:57

کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ۱۴۰۰): په هېواد کې يو ځل بيا د کرونا مثبتو پېښو په ډېرېدو سره د اکسيجن د توليد او پلور کچه لوړه شوې ده.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې ١٦٣ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤٦ زره يې بېرته جوړ شوي خو له ٧٤٠٠ ډېر يې مړه شوي دي.

په کابل کې د اکسيجن د توليد د يوې فابريکې مسوول نجيب الله صديقي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د اکسيجن د پلور کچه لوړه شوې ده.

هغه وويل چې د کرونا ناروغيو د درملنې اختصاصي روغتون (افغان جاپان) څه موده مخکې له دوى څخه يوه ورځ وروسته د اکسيجن ٧٠ بالونونه وړل خو اوس هره ورځ نږدې سل بالونه اکسيجن وړي.

ده زياته کړه: ((مخکې د ورځې دوه يا درې د اکسيجن پرچون پلورونکي موږ ته راتلل خو اوس په ورځ کې تر شلو پورې راځي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، مخکې چې برېښنا وه د اکسيجن ٤٢ لېټره بالون يې په ٤٠٠ پلوره، خو اوس چې له جنراتور څخه استفاده کوي نو ٤٢ لېټره اکسيجن په ٥٠٠ افغانيو پلوري.

ده زياته کړه: ((د لس لېټره بالون پیسې مې نه پخوا اخيستې دي او نه يې هم اوس اخلم ترڅو هېوادولو سره مرسته وشي.))

دى وايي چې حکومت دا مهال په ٢٤ ساعتونو کې اته ساعته برېښنا دوى ته ورکوي چې بسنه نه کوي او دغه ستونزه بايد هواره شي.

په ورته وخت کې د کابل ښار د قواى مرکز سيمې د اکسيجن يو تن پرچون پلورونکي اغا صاحب پژواک ته وويل چې د ورځې دوه يا درې بالونه اکسيجن پلوري.

ده زياته کړه: ((د کرونا په اوج کې دوکان کې چې به څومره اکسيجن و ټول خرڅېده خو اوس يې ورو ورو يو ځل بيا بازار پيدا کړى دى.))

د ده په وينا، د کرونا په اوج کې د اکسيجن د يوه ١٥ لېټره بالون بيه ١٤٠۰٠ افغانۍ وه خو اوس ٧زرو ته را ټېټه شوې ده.

دغه راز د یادې موضوع په اړه د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر پژواک ته وویل چې دوی د کرونا د نوې بڼې د درملنې او ناروغانو لپاره پوره چمتوالی لري.

هغه دا هم وویل، کومو دولتي روغتونونو کې چې د اکسیجن دستګاوې نصب شوې وې خو د تخنیکي ستونزو له امله درېدلې وې اوس بېرته فعاله شوي دي.

دی وایي چې عامې روغتیا وزارت د کرونا د اومیکرون بڼې معلومولو لپاره امکانات په لاس کې نه لري خو په هېواد کې شتون يا نه شتون نه ردوي او نه يې هم تاييدوي.

هغه وویل چې حکومت یو شمېر خصوصي شرکتونو ته د اکسیجن تولید لپاره جواز ورکړی او فعالیت یې پیل کړي دي.

د یادونې ده چې په تېر حکومت کې په کابل کې د اکسېجن د توليدولو اووه لوى شرکتونه و چې هر يوه يې په ٢٤ ساعتونو کې له ٥٠٠ بالونو ډېر اکسېجن توليداوه.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.