خوست ښار (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): په خوست کې د قاضيانو د ظرفيت لوړونې لپاره جوړ شوی درې ورځنی روزنيز سيمينار پای ته ورسېد.
د مسوولينو په وينا، دغه سيمينار چې د سترېمحکمې له لوري جوړ شوی و، د خوست او پکتيکا ولايتونو د ښاري، استيناف او ولسواليو محاکمو «۱۲۰» تنو قاضيانو په کې ګډون کړی و.
د سترېمحکمې د قضايي تعليماتو مرستيال مولوي محمدانور مدثر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډول روزنيز سيمينارونه د قاضيانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې اغېزمن تمامېږي.
نوموړي وويل، پلان لري، دا ډول پروګرامونه د هېواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي، څو د کار پرمهال قاضيان له ستونزو سره مخامخ نه شي.
ده زياته کړه: «د سترېمحکمې د قاضيالقضات د حکم پر اساس د محاکمو د ښه جوړښت او د قضاتو د ظرفيت د ارتقا لپاره او د هغوی د کارونو د جوړښت پر اساس، موږ د درې ورځني سيمينار لپاره له سترېمحکمې نه خوست ولايت راولېږل شو، چې خوست کې بيا موږ ته د دوی د هدايت په اساس د پکتيکا د مرافعه قاضي نه تر ابتدايیه وو او د خوست د ابتدايې مرافعه مسوول او ابتدايي قضات او ورسره محررين هغه ټول په تالار کې جمع شول. د دوی لپاره موږ تقريباً په دې درېيو ورځو کې ۲۸ موضوعاتو بحث وشو.»
د خوست د استيناف محکمې رئيس مولوي عبدالکريم حقاني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې دغه درې ورځنی سيمينار چې د دوی د ظرفيت لوړونې لپاره جوړ شوی و، ګټور وباله.
هغه وويل، د دې سيمينار په وسيله به قاضيان وکولی شي، د خلکو ستونزو او مشکلاتو حل ته پر وخت رسېدنه وکړي.
هغه وايي: «طبعاً سيمينارونه خو ضرور دي. علماءکرامو لپاره سيمينار ډېر اهميت لري؛ چون دوی ټول عمر شرعيات ويلي او د دوی لپاره بيا زدهکړې لا موثرې تمامېږي.»
همدا ډول د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې رئيس مولوي امانالله منقاد هم پژواک اژانس ته وويل، د ياد روزنيز سيمينار په ترڅ کې يې ډېر څه زدهکړل چې د عملي کار پرمهال به ورسره ډېره مرسته وکړي.
هغه زياتوي: «موږ ته يې زياتې ګټورې برخې راپه نصيب کړلې. موږ دلته تربيوي سيمينار وويلې. ما په خپله د پکتيکا ولايت نه تقريباً پنځوس قضات راوستي وو، چې هغه قاضي صاحبان وو، مفتي صاحبان وو او محررين وو. هغوی همدلته راغلل او تربيوي سيمينار يې حاصل کړ، د خپلې قضا د مسألو د حل په باب يې ښې مثبتې لاسته راوړنې راوړې.»
له ننګرهار وروسته دا دويم روزنيز سيمينار دی چې د سترېمحکمې له خوا د قاضيانود ظرفيت لوړونې په منظور په خوست ولايت کې جوړېږي.
مسوولين ډاډ ورکوي چې دا لړۍ به د هېواد نورو ولايتونو ته هم غځوي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP