ترینکوټ (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې چې تر دې مهاله ورته د مرکز او ولسوالیو سلګونو زده کوونکو نوم لیکنه کړې ده.
د وړیا زده کړو دا لړۍ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا پیل شوې ده.
د یاد ریاست د اطلاعاتو امر ضمیر پژواک خبري اژانس ته وویل، اړوندې ادارې د ځوانانو لپاره د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او له لومړي تر اتم ټولګي د ساینسي مضامینو د زده کړې وړیا پروګرام پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه، د دغو ټولګیو لپاره د مرکز او ولسوالیو سلګونو ځوانانو نوم لیکنه کړې او د زده کړې عملي بهیر پیل شوی دی.
دی وايي، د زده کړې دا لړۍ نهه میاشتې دوام کوي چې په پای کې به زده کوونکو ته اسناد هم ورکړل شي.
د ده په خبره، د ټولو مضامینو لپاره مسلکي ښوونکي ګومارل شوي چې زده کوونکو ته د ورځې دوه وخته تدریس کوي.
هغه وویل، د وړیا زده کړو د دې لړۍ پیلولو موخه ځوانان زده کړو ته هڅول او د هغوی وړتیاوې لوړول دي.
نوموړي دا د ارزوګاني ځوانانو لپاره ښه فرصت وګاڼه او پر هغوی یې غږ وکړ چې د زده کړې په دې بهیر کې برخه واخلي.
دی وايي، اړوند ریاست په یوه وخت د زرو زده کوونکو لپاره د زده کړې زمینه برابرولای شي.
د اروزګان ځوانان خوښ دي چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ورته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
شکېب له هغو زده کوونکو دی چې هره ورځ له چورې ولسوالۍ څخه دغه مرکز ته د زده کړو لپاره راځي.
نوموړي پژواک ته وویل، هیله یې دا ده چې په نهو میاشتو کې ډېر څه زده کړي.
دی وايي، په ولسوالۍ کې یې د زده کړې لپاره هیڅ مرکز نشته او د ده په څېر ګڼ ځوانان دغه مرکز ته د زده کړو لپاره راځي.
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه وغوښتل چې په ولسوالیو کې هم د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.
اروزګان د هېواد په سوېل کې له هغو ولایتونو دی چې د تېرو کلونو جګړو په کې د زده کړې بهیر سخت اغېزمن کړی و، اوس چې جګړه درېدلې، اوسېدونکي یې د پوهنې په برخه کې د خدماتو ډېرولو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP