کابل (پژواک، ۲۱ سلوغه ۱۴۰۰): د یوناما مشرې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅې کوي چې د افغانستان بانکي سیسټم پر پښو ودروي او د نیمه پاتې پروژو بشپړولو ته پیسې ومومي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې دیبورا لاينز او مل پلاوي سره وکتل.
هغه وایي چې په دې ناسته کې د افغانستان پر بشري وضعیت، خصوصي او بانکي سکټور، پراختیايي پروژو، کاري اسانتیاوو او فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې ناسته کې ویلي، افغانستان یو له وارداتي هېوادونو دی چې پرې لګېدلي بندیزونه د نرخونو لوړېدو لامل شوي او باید لرې کړل شي.
دغه راز هغه زیاته کړې چې نوي حکومت ته له پخوانۍ ادارې د برېښنا او ځینو پراختیایي پروژو پورونه ور پاتي دي چې د اداء کولو لپاره یې باید کار وشي او پاتې پروژې بشپړې شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یوناما مشرې دیبورا لاينز ویلي: «له نړیوالي ټولنې مو په بشري او پراختيايي برخو کې د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې، د اسیا له پراختیايي او نړیوال بانک سره په خبرو بوخت یو، څو د افغانستان بانکي سیسټم پر پښو ودرېږي او قراردادیانو ته د نیمه پاتې پروژو د تکمیل لپاره پیسې ورکړل شي.»
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د یوناما مشرې خوښي ښودلې چې د نوي حکومت له ټولو هغو ارګانونو سره ښه همغږي لري چې دوی ورسره کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP