ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ له ښوونکو او زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر د څرخ ولسوالۍ له ښوونکو او زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

author avatar
12 Feb 2022 - 17:18
د لوګر د څرخ ولسوالۍ له ښوونکو او زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه
author avatar
12 Feb 2022 - 17:18

پل علم (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د څرخ ولسوالۍ د پنځو ښوونځیو له ۴۲ ښوونکو او ۱۲۳۹ زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه.

دا مرسته د IRC موسسې له خوا د دې ولسوالۍ د درسي بهیر د پیاوړتیا په موخه چمتو شوې وه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرسته شوو درسي توکو کې د ښوونکو لپاره ۲۴ او د زده کوونکو لپاره ۱۰ قلمه بېلابېل توکي د ښوونکو او زده کوونکو لپاره بکسې، ترقي تعلیمونه، حاضرګانې، کتابچې، قلمونه او نور... شامل وو.

د لوګر د پوهنې رییس مولوي جنت ګل عزیز له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د درسي بهیر د ودې په موخه د مرستندویه ادارو دا ډول مرستې مهمې وبللې او د دوام غوښتنه یې وکړه.

د څرخ ولسوالۍ د پنګرام د منځني ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکي سید بلال پژواک ته وویل، خوشحاله یم چې هم له موږ سره او هم زموږ له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه.

دی وايي، د ډېرو زده کوونکو کورنۍ بې وزلې دي چې دوی ته بکسې، کتابچې، قلمونه او د اړتیا وړ نور توکي نه شي اخیستلای، دا مرسته به د دوی د درسي توکو د اړتیاوو په پوره کولو کې ډېره مرسته وکړي.

په خپله ښوونکي هم په دې مرسته خوشحاله دي او وايي، د تر لاسه کړو درسي توکو په وسیله به د زده کړې بهیر پیاوړی کړي.

عبدالله چې د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سیمې د منځني ښوونځي د ریاضي مضمون ښوونکی دی، وايي مرستندویه ادارې او حکومت دواړه باید د پوهنې د ودې په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز له حکومته وغوښتل چې ښوونکو ته پر وخت د معاش ورکولو په برخه کې دې لازم اقدامات ترسره کړي.

د یادونې ده چې نن د لوګر په خوښي ولسوالۍ کې ۵۰ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړولو لنډ مهاله مسلکي روزنیز ورکشاپ هم پیل شو.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.