کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، کېدای شي د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امریکا پرېکړه یو ډول فشار وي، خو امریکا د دې ډول فشار حق هم نه لري او یادې پیسې باید ټولې افغانانو ته ورکړي.
هغه ټینګار کوي چې یادې پیسې د ورځنیو لګښتونو لپاره نه، بلکې د افغانستان د مالي او پولي ثبات لپاره دي او زیاتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د امریکا د پلمو ختمولو لپاره لویه جرګه جوړه کړي.
د امریکا متحده ایالتونو، وروسته له هغه چې د روان کال د وږي په ۲۴مه نوی سرپرست حکومت جوړ شو، د افغانستان نږدې لس میلیارده امریکایي ډالره شتمني کنګل کړه او پر افغانستان ځیني نور محدودیتونه هم ولګول شول.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وړمه شپه په دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP