منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حامد کرزی: د امریکا له خوا کنګل شوې پیسې د افغانانو دي؛ ټولې باید افغانانو ته ورکړل شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۱۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، کېدای شي د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امریکا پرېکړه یو ډول فشار وي، خو امریکا د دې ډول فشار حق هم نه لري او یادې پیسې باید ټولې افغانانو ته ورکړي.

هغه ټینګار کوي چې یادې پیسې د ورځنیو لګښتونو لپاره نه، بلکې د افغانستان د مالي او پولي ثبات لپاره دي او زیاتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د امریکا د پلمو ختمولو لپاره لویه جرګه جوړه کړي.

د امریکا متحده ایالتونو، وروسته له هغه چې د روان کال د وږي په ۲۴مه نوی سرپرست حکومت جوړ شو، د افغانستان نږدې لس میلیارده امریکایي ډالره شتمني کنګل کړه او پر افغانستان ځیني نور محدودیتونه هم ولګول شول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وړمه شپه په دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ.

د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل شوې ده. په فرمان کې راغلي چې د دغو پیسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکول کېږي او پاتې نورې د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تېره ورځ یې د امریکا سفارت شارژدافیر ته د بایډن یادې پرېکړې په اړه خپل غبرګون ښودلی دی.

ده وویل: "دا پیسې د افغانانو دي، د حکومتونو نه دي، د امریکا له ولسمشره غواړم چې دغه پیسې ټولې افغانانو ته ورکړي."

هغه زیاتوی: "د افغانستان د پانګې نیمایي برخه افغانانو ته د بشري مرستې په توګه ورکوي، خو اصلاً دا زموږ خپلې پیسې دي، څنګه خپلې پیسې د مرستې په نوم راکړي، هیڅکله دا پیسې د مرستو په توګه نه منو."

د ده په وینا، یادې پیسې د ورځنیو لګښتونو لپاره نه دي، بلکې د افغانستان د مالي او پولي ثبات لپاره دي.

کرزی وایي چې د سپټمبر د یوولسمې د برید قربانیان د امریکا او افغانستان دواړو هېوادونو خلک دي، نو امریکا دې قربانیانو ته جزا نه ورکوي؛ ځکه چې امریکا او نړۍ خپله ویلي چې افغانان د تروریزم قرباني دي.

هغه د پژواک د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ډېر امکان لري چې د امریکا دا پرېکړه یو فشار وي، خو دا فشار پر افغانانو دی، نو امریکا نه شي کولی چې پر ملت فشار راوړي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د امریکا د پلمو لرې کولو لپاره په هېواد کې د ملي تصمیم ښودلو او راتلونکي برخلیک لپاره ډېر ژر یوه جرګه راوبولي.

ځینو نورو د اوسني او تېر حکومت چارواکو او عامو افغانانو هم د بایډن د یاد فرمان پر وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي او دغه فرمان یې غندلی دی، وایي هيڅوک حق نه لري چې د افغانانو شتنمي پر نورو ووېشي.

د بشري حقونو د څار ادارې تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې بایډن د افغانستان د شتمنیو ضبطولو هڅه کوي.

یادې ادارې لیکلي: "افغانانو ته د بشردوستانه مرستو لپاره د ۳.۵ ميلیارد ډالرو ورکړه ښایي سخاوتمندانه وي، خو دا باید په یاد ولرو چې ټول ۷ ميلیارده ډالر لا له وړاندې په قانوني توګه په افغانانو پورې اړه لري."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست