Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په اروزګان کې د کار په بدل کې د هند د مرسته شوو غنمو وېش پيل شو

ترینکوټ (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۰): د اروزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د ویالو او کانالونو پاکولو لړۍ پیل شوې چې کارګرو ته یې په بدل کې د هند مرسته شوي غنم ورکول کېږي.

د ویالو او کانالونو پاکولو چارې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا پیل شوې دي.

د دغه ریاست د کرنیزو چارو امر عیدمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرکز ترینکوټ کې یې د ۱۱ او په لسوالیو کې یې د سلګونو ویالو او کانالونو پاکولو چارې پيل کړې دي.

هغه زیاته کړه، د ویالو او کانالونو پاکولو لپاره هغه کارګر ګومارل شوي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دی وايي، دغو کارګرو ته د کار په بدل کې د هند مرسته شوي غنم ورکول کېږي او که دا لړۍ بریالۍ شوه نو په راتلونکي کې به ټولې مرستې د کار په بدل کې ورکړل شي.

د ده په خبره، هر کارګر د سهار له اتو د غرمې تر ۱۲ بجو کار کوي چې په بدل کې یې هره ورځ ۱۰ کیلوګرامه غنم ورکول کېږي.

ځايي اوسېدونکي خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او په بدل کې یې غنم ورکول کېږي.

د مرکز ترینکوټ د تورې ویالې میراب میراجان پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې شوې ویالې د پاکولو لپاره سل کارګر ګومارل شوي دي او خوشحاله دي چې هم ویالې او کانالونه پاکوي او هم یې په بدل کې مرسته تر لاسه کوي.

نوموړی دا یو ښه اقدام بولي او وايي، ټولې مرستې دې د کار په بدل کې ورکړل شي، په دې توګه به هم خدماتي چارې ترسره کېږي او هم به خلک خپلو کورنیو ته نفقه پيدا کوي.

د ارزوګان د کرنې ریاست له خوا په داسې حال کې د غنمو په بدل کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده چې پخوا یو  شمېر ادارو خلکو ته د کار په بدل کې نغدې مرستې ورکولې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.