ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپين بولدک- چمن له لارې سوداګري ۵۰ سلنه کمه شوې ده

د سپين بولدک- چمن له لارې سوداګري ۵۰ سلنه کمه شوې ده

author avatar
14 Feb 2022 - 14:46
د سپين بولدک- چمن له لارې سوداګري ۵۰ سلنه کمه شوې ده
author avatar
14 Feb 2022 - 14:46

کندهار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۰): کندهار کې سوداګر وايي، د سپین بولدک- چمن له لارې سوداګري د ځینو ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

دوی زیاتوي، له ګمرکي مالیې ورها خوا د ټرانسپورټ ریاست له خوا د “خاک پولي” او “قول بر” په نومونو پیسې اخیستل، په توکو د بار موټرو ځنډول او د بار وړونکو موټرو نوبتي کول هغه ستونزې دي چې له امله یې پر دې لار سوداګري کمه شوې ده.

د کندهار د سپین بولدک یوه سوداګر حاجي صلاح الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېرو سوداګرو د سپین بولدک- چمن پر لار سوداګري پرېیښې او پر غلام خان بندر خپل سوداګریز مالونه راوړي چې دې ستونزې سوداګرو ته زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه: ((که له یوې خوا له سوداګرو ګمرکي مالیه اخیستل کېږي نو بل خوا بیا ټرانسپورټ ریاست د “خاک پولي” او “قول بر” په نوم پیسې اخلي، د دې تر څنګ یې بار وړونکي موټرونه په نوبت کړي دي او سوداګر نه شي کولای په خپله خوښه سوداګریز توکي تر ولایتونو ولېږدوي.))

نوموړي دغه راز د کرایې لوړېدو یادونه هم وکړه چې پخوا پر یوه جنس ۲۵ یا ۳۰ افغانۍ کرایه اخیستل کېده خو اوس ۶۰ افغانۍ اخیستل کېږي.

نوموړی وايي، له هغه وروسته چې بار وړونکي موټر په نوبت شوي نو کرایې یې هم لوړې کړې دي.

د ده په خبره، د یادو ستونزو له امله سوداګري پر دې لار سوداګري ۵۰ سلنه کمه شوې او که حالت همداسې روان وي نو له سقوط سره به مخامخ شي.

ده وویل، د یادو شوو ستونزو له امله سوداګرو ته توکي ګران تمامېږي او دوی یې واردول کم کړي دي.

یو بل سوداګر حاجي ګل محمد هم له ورته ستونزو شکایت کوي او وایي چې په دې وروستیو کې د کندهار په ګډون د هېواد په سوېلي لسو ولایتونو کې سوداګري کمه شوې او اوسمهال ډېر توکي د سپین بولدک پر ځای پر نورو بندرونو راوړل کېږي.

دی زیاتوي، د دې ترڅنګ د دوی بله لویه ستونزه دا ده چې بهر ته په اسانۍ پیسې نه شي استولای، پخوا چې به یې د توکو د پېرلو لپاره بهر ته ۱۰۰ زره ډالر لېږل نو ۲ ډالره لګښت پرې راته خو اوس ورباندې ۳۵۰۰ ډالر لګښت راځي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې ګمرکي مالیه کمه کړي، له سوداګرو دې په یوه او بل نوم پیسې نه اخیستل کېږي، د پیسو په لېږد رالېږد کې دې اسانتیاوې برابرې کړي څو نه یوازې سوداګري بیرته ډېره شي بلکې بیې یې هم ټیټې شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د سپین بولدک- چمن پر لار له پخوا سوداګري له ستونزو سره مخ ده او تر ډېره دا ستونزې د پاکستان له لوري پېښې دي چې په دې وروستیو کې ډېرې شوې دي.

د یادې شوې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، د امارت له راتګ سره د TT یا سوداګریزو پيسو په لېږد رالېږد کې ستونزې ډېرې شوې، کله چې سوداګر بهرنیو کمپنیو ته پوره پيسې ونه لېږي، هغوی ډېر مالونه نه ورکوي.

ده زیاته کړه، دغه راز بله ستونزه د هغو خالي کانټينرونو ده چې باید له افغانستان څخه بیرته پر وخت کمپنیو ته ورسول شي خو دلته په ورځو ورځو ځنډېږي چې بیا وروسته اړوندې کمپنۍ زړه نه ښه کوي چې کانټینرونه راواستوي.

د بینا په خبره، ډېرې دا ستونزې د پاکستان له اړخه جوړېږي او دوی څو ورځې وړاندې د حکومت او پاکستاني لوړ پوړو مسوولینو سره په دې اړه خبرې وکړې چې سوداګرو ته باید هیڅ ستونزه جوړه نه شي.

ده وویل: ((موږ درې ورځې وړاندې په ارتباط خارجه ریاست کې د پاکستان له کونسل سره خبرې وکړې، هغوی ته مو وویل چې د سپين بولدک لاره باید په هیڅ صورت د صادراتو او وارداتو پر مخ بنده نه شي، سیاست باید له سوداګرۍ بېل شي، تاجر باید په دې کې زیانمن نه شي.))

د کندهار د ګمرک رییس جارالله اغا هم وایي چې د سپين بولدک- چمن پر لار سوداګري کمه شوې ده چې لامل یې د پاکستان له خوا سوداګرو ته ستونزې جوړول دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم سوداګرو ته ډېرې ستونزې له پاکستاني لوري جوړېږي خو دلته په کندهار کې هم ستونزې شته چې دوی یې پر حل کار کوي.

دی وايي: ((پاکستان غواړي د سپین بولدک پر لار سوداګري کمه شي، ځکه دلته دواړه لورو ته یو لوی قوم پروت دی، پاکستان غواړي سوداګري په هغو سیمو کې ډېره شي چېرې چې خلک د دوی تر اغېز لاندې وي او داسې لوی قومونه په کې مېشت نه وي چې د دوی لپاره سرخوږی شي.))

هغه زیاته کړه، له دې ور ها خوا چې سوداګرو ته د ټرانسپورټ ریاست یا نورو ادارو له خوا ستونزې جوړې شوې، لامل یې په دغو ادارو کې د نوو کسانو ګومارنه ده چې له کار سره بلدتیا نه لري خو په دې وروستیو کې دا ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.

د ګمرک رییس دغه راز خبر ورکړ چې له پاکستاني لوري سره د ستونزو په هواري وخت په وخت خبرې کوي او په دې وروستیو کې پرېکړه شوې چې د سپین بولدک- چمن لار به لس ورځې وروسته د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستې وې.

اوس مهال دا لار یوازې د دوولس ساعتونو لپاره پرانیستې وي چې ډېر مهال دواړو لورو ته په سلګونه په توکو بار موټر د تګ راتګ انتظار باسي.

ومو غوښتل د سوداګرو د ستونزو په اړه د ټرانسپورټ ریاست نظر هم واخلو، خو دا چې په دې وروستیو کې د دې ادارې رییس له دندې لرې شوی، نور څوک خبرو ته حاضر نه شول.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.