کابل(پژواک، ۲۶سلواغه ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) ويلي چې هڅه کوي په افغانستان کې له بېلا بېلو لوريو سره د دغه هېواد د اقتصادي ټيکاو او يوې داسې ټولنې رامنځته کېدو لپاره چې د ټولو افغانانو په ګټه وي خبرې وکړي.
ياد ارګان نن د يوه ټويټ په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي تر اقتصادي ثبات ترلاسه کړي او يوه داسې ټولنه رامنځته کړي چې مسوولان يې بشري حقونو ته درناوی ولري.
سرچينې دغه راز ويلي چې اقتصادي ټيکاو او داسې ټولنه چې هلته ټول حقونه مراعات شي د افغانستان او سيمې په ګټه ده.
یوناما ټينګار کړی چې دوی تل له دولتونو او نورو لوریو غوښتي چې د افغانستان د خلکو لپاره له دې کړکېچ څخه وتلو ته لاره پيدا کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP