منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

 يوناما: د افغانستان له خلکو سره د اقتصادي ثبات په ترلاسه کولو کې مرسته کوو

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۷ کتنې

 کابل(پژواک، ۲۶سلواغه ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) ويلي چې هڅه کوي په افغانستان کې له بېلا بېلو لوريو سره د دغه هېواد د اقتصادي ټيکاو او يوې داسې ټولنې رامنځته کېدو لپاره چې د ټولو افغانانو په ګټه وي خبرې وکړي.

 ياد ارګان نن د يوه ټويټ په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي تر اقتصادي ثبات ترلاسه کړي او يوه داسې ټولنه رامنځته کړي چې مسوولان يې بشري حقونو ته درناوی ولري.

سرچينې دغه راز ويلي چې اقتصادي ټيکاو او داسې ټولنه چې هلته ټول حقونه مراعات شي د افغانستان او سيمې په ګټه ده.

یوناما ټينګار کړی چې دوی تل له دولتونو او نورو لوریو غوښتي چې د افغانستان د خلکو لپاره له دې کړکېچ څخه وتلو ته لاره پيدا کړي.

سرچینې دغه راز ويلي چې ځينې واقعي او څرګند پرمختګونه ترلاسه شوي او دوی کار کوي چې د افغانستان له خلکو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

دغه ارګان همدارنګه په ډاګه کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره به په دې اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د افغانستان خلک د خپل هېواد ارزي پانګو ته لاس رسی پيدا کړي.

يوناما دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د يوه فرمان په صادرولو سره حکم کړی چې د افغانستان له کنګل شويو پيسو څخه دې درې نيم ميليارډ ډالر د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانيانو کورنیو ته ورکړل شي.

په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر یاد اقدام د افغان حکومت او بېلا بېلو ولايتونو د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.

 

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.