کابل (پژواک، ۲۶سلواغه ۱۴۰۰): د خليج د همکارۍ شورا غړو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره دې د بشري مرستو ترڅنګ، د دغه هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په موخه انکشافي مرستې هم وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي چې پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت د لوړپوړي پلاوي او خلیج د همکارۍ شورا د استازو ترمنځ غونډه وشوه.
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې چې ټوله ورځ یې دوام درلود د سیاسي او اقتصادي وضعیت او د افغانستان خلکو ته په بېړنیو بشري اړتیاوو بحث او خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په برخه کې پر خپل کلک دریځ او د افغانانو په اساسي حقوقو ټینګار وکړ.
login or register a new account.