منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خليج د همکارۍ شورا له افغانستان سره د انکشافي مرستو غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۶سلواغه ۱۴۰۰): د خليج د همکارۍ شورا غړو له  نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره دې د بشري مرستو ترڅنګ، د دغه هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په موخه انکشافي مرستې هم وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي چې پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت د لوړپوړي پلاوي او خلیج د همکارۍ شورا د استازو ترمنځ غونډه وشوه.

سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې چې ټوله ورځ یې دوام درلود د سیاسي او اقتصادي وضعیت او د افغانستان خلکو ته په بېړنیو بشري اړتیاوو بحث او خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په برخه کې پر خپل کلک دریځ او د افغانانو په اساسي حقوقو ټینګار وکړ.

سرچینه زیاتوي، په غونډه کې پر نړیوالې ټولنې غږ وشو چې افغانستان ته د بشري مرستو ترڅنګ، انکشافي مرستې هم ولېږدوي، ترڅو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره کار ترې واخیستل شي.

خبرپاڼه وايي چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې هغه بریدونه وغندل چې ملکي وګړي او ملکي جوړښتونه پر نښه کوي. دوی دغه راز ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره د هیڅ کومې ډلې او اشخاصو له خوا د بل هېواد امنیت ګواښلو لپاره ونه کارول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست