Language

د کندهار او هلمند صرافان: امريکا د افغانستان د شتمنۍ د برخليک ټاکلو حق نه لري

کندهار،لښکرګاه (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۰): په کندهار کې ګڼ شمېر صرافانو او سوداګرو د امريکا د ولسمشر د هغه فرمان پرضد اعتراضي غونډه وکړه چې ويلي يې دي د دغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان له موجودو پيسو به درې نيم ميلیارد ډالر د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپټمبر د ۱۱پېښې قربانيانو کورنيو ته ورکړل شي.

اعتراض کوونکي وايي چې امریکا په دې سره له افغانانو سره لوی ظلم کوي چې د دوی پیسې پر امریکایانو وېشي او نړیواله ټولنه باید د دې کار مخنیوی وکړي.

د کندهار د صرافانو مشر قندي اغا وویل:" هغه پيسې چې امریکا کنګل کړې دي او اوس غواړي چې نیمې یې د سپټمبر د ۱۱ پېښې د قربانیانو پر کورنیو ووېشي له افغانانو سره لوی ظلم دی، ځکه دا پيسې د افغانانو دي او افغانان د سپټمبر ۱۱ پېښې سره هیڅ تړاو نه لري."

ده زیاته کړه، افغانان به ټول په دې اړه خپلو اعتراضونو ته تر هغه دوام ورکړي تر څو د امریکا ولسمشر له خپلې دې پرېکړې څخه په شا شوی نه وي.

login or register a new account.