کندهار،لښکرګاه (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۰): په کندهار کې ګڼ شمېر صرافانو او سوداګرو د امريکا د ولسمشر د هغه فرمان پرضد اعتراضي غونډه وکړه چې ويلي يې دي د دغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان له موجودو پيسو به درې نيم ميلیارد ډالر د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپټمبر د ۱۱پېښې قربانيانو کورنيو ته ورکړل شي.
اعتراض کوونکي وايي چې امریکا په دې سره له افغانانو سره لوی ظلم کوي چې د دوی پیسې پر امریکایانو وېشي او نړیواله ټولنه باید د دې کار مخنیوی وکړي.
د کندهار د صرافانو مشر قندي اغا وویل:" هغه پيسې چې امریکا کنګل کړې دي او اوس غواړي چې نیمې یې د سپټمبر د ۱۱ پېښې د قربانیانو پر کورنیو ووېشي له افغانانو سره لوی ظلم دی، ځکه دا پيسې د افغانانو دي او افغانان د سپټمبر ۱۱ پېښې سره هیڅ تړاو نه لري."
ده زیاته کړه، افغانان به ټول په دې اړه خپلو اعتراضونو ته تر هغه دوام ورکړي تر څو د امریکا ولسمشر له خپلې دې پرېکړې څخه په شا شوی نه وي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس محمد صدیق مومند هم وویل چې امریکا هیڅ حق نه لري چې د افغانانو پيسې پر امریکایانو ووېشي ځکه د سپټمبر ۱۱ پېښه له افغانانو سره هیڅ تړاو نه لري.
هغه وویل، که چیرې بیا هم د امریکا ولسمشر خپله پرېکړه بدله نه کړي، دوی به لوی لاریونونه وکړي او تر نړیوالې ټولنې پورې به خپل اعتراضونه ورسوي.
هغه وايي چې امریکا له افغانستان سره مرسته نه، بلکې ظلم کړی او اوس هم د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانانو پيسې نه ورکوي.
د کندهار یو بل صراف حاجي عبدالله هم وویل چې د امریکا دا پرېکړه په هیڅ صورت افغانانو ته د منلو وړ نه ده او باید بېرته لغوه شي او د افغانانو شتمني ټوله بېرته افغانانو ته وسپارل شي.
هغه زیاته کړه، امریکا باید د سیاسي اختلاف له امله پر افغانانو ظلم ونه کړي ځکه دا پيسې د امریکا لپاره ډېرې لږ دي خو د افغانانو لپاره زیاتې دي.
ده دغه راز وویل چې نړیواله ټولنه باید په دې اړه چوپ پاتې نه شي او د افغانانو غږ واوري، ځکه افغانان اوس مهال په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دي.
یو بل صراف حاجي مسعود بیا وایي، دا چې امریکا غواړي د یوه غریب هېواد افغانستان پيسې پر خپلو خلکو ووېشي دا د امریکا لپاره ډېر د شرم ځای دی، ځکه دا پيسې د امریکا لپاره هیڅ شی نه دي.
هغه زیاته کړه، په دې سره به امریکا خپل دوستان له لاسه ورکړي او د دې کار زیان به نه یوازې افغانانو بلکې امریکا ته هم ورسیږي.
د هلمند صرافانو هم د امريکا د ولسمشر پرېکړه وغندله
د هلمند ګڼ شمېر صرافانو نن د دغه ولايت په مرکز لښکر ګاه کې د يوه لاريون په ترسره کولو سره د امريکا د ولسمشر هغه پرېکړه وعندله چې ويلي يې دي د افغانستان درې نيم ميليارډ ډالر به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانيانو کورنيو ته ورکړل شي.
لاريون کوونکو صرافانو وويل چې د امريکا په بانکونو کې د افغانستان پیسې يوازې د افغانانو حق دی او هیڅوک يې د مصادره کولو واک نه لري.
د دغه ولايت د صرافانو د ټولنې رییس حاجي معلم حمیدالله حمیدي پژواک خبري اژانس ته ویل وویل، امریکا د افغانستان مظلوم ولس شتمني کنګل کړې ده .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










