کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۰): ملګري ملتونه او بریټانیا په راتلونکې مارچ میاشت کې له افغانستان سره د مرستو لپاره د یوې غونډې کوربه توب کوي؛ تمه لري چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره ۴،۴ میلیارد ډالر مرسته ترلاسه کړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې دغه ناسته د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې په انلاین بڼه جوړه شي.
په راپور کې راغلي چې د دې ناستې موخه په افغانستان کې د بشري کړکېچ کمول دي.
سرچینه لیکي، بريټانیا او ملګري ملتونه تمه لري چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره ۴.۴ میلیارد ډالر مالي مرسته ترلاسه کړي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس ویلي چې د نړیوالو مرستو کمښت، وچکالي او د نغدو پیسو کموالي افغانستان له اقتصادي پلوه له سختو ستونزو سره مخ کړی؛ په دغه هېواد کې بشري کړکېچ بې ساری دی او که په اړه یې اړین اقدام ونه شي، ناوړه پایلې به ولري.
هغې ویلي: «بریټانیا په پام کې لري چې له افغانستان سره د مرستو د جذب په برخه کې د نړیوالو هڅو رهبري وکړي، موږ به خپل نړیوال متحدین په څنګ کې ولرو.»
د دې په وینا، دا مهمې مرستې به اړمنو کسانو ته خوراکي توکي، سرپناه او صحي خدمات برابر کړي او په نورو اړینو برخو کې به وکارول شي.
Views: 128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن