Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د طب پوهان: اومیکرون د کرونا تغییر شوې وروستۍ بڼه نه ده، خلک دې ځان ورسره عادي کړي

کابل (پژواک، ۲۸  سلواغه ۱۴۰۰): د طبي چارو پوهان هغه راپورونه ردوي چې ګواکې اومیکرون د کرونا تغییر شوې وروستۍ بڼه ده او وايي چې کرونا ډېر کلونه پاتې کېږي، انسانان دې ځانونه ورسره عادي کړي.

اوازې:

په دې وروستیو کې په ځينو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په دې اړه چې «اومیکرون» د کرونا تغییر شوې وروستۍ بڼه ده او پای ته رسېږي، راپورونه خپاره شوي دي.

اسلامي جمهوري خبري اژانس د «یک کارشناس چینی از پایان همه گیری کرونا در سال‌جاری خبر داد» په نوم راپور خپور کړی دی.

په یاد راپور کې راغلي چې د عفوني ناروغیو یوه کارپوه داسې ډاډ ورکړ، په روان میلادي کار کې د کرونا خپرېدنه نور پای ته رسېږي.

دغه کارپوه ویلي، د ټولیزې روغتیا سطحې ته د رسېدو، د واکسین، درملنو او نوو درملو د استفادې په وسیله د کرونا ویروس خپرېدل پای ته رسېدو ته نږدې دي.

په ورته وخت کې سلام نو نیوز د «اومیکرون احتمالاً آخرین جهش کروناست/ کی می‌توانیم جشن پایان کرونا را بگیریم؟» په عنوان راپور خپور کړی دی.

د یاد مطلب به دوام کې راغلي، تر راتلونکو اوونیو به د کرونا صعودي حالت دوام ولري او پر دې ناروغۍ د اخته کېدو اوونیزه منځنۍ شمېره ۶۶زرو ته ورسېږي.

د «تجارت نیوز» انټرنېټي سایټ هم د «آیا کرونا به زودی به پایان می‌رسد؟» په نوم مطلب خپور کړی دی.

د کرونا پر اومیکرون بڼې د اخته کېدو څپه به د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې تر ۲۰مې مخ پر ځوړ حالت غوره کړي او دغه سویه به ښايي د کرونا وروستۍ تغییر شوې بڼه وي.

حقیقت موندنه:

د افغان- جاپان روغتون رییس ډاکتر زلمي رښتین پژواک ته وویل، د ده په اند یاده ناروغي د نورو ویروسي ناروغیو په څېر په انسانانو کې پاتې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه په دې اړه چې اومیکرون د کرونا تغییر شوې بڼه ده، څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړه، ښايي کرونا هم د نورو ویروسونو په څېر تر کلونو پاتې وي.

په ورته وخت کې د مهر خبري اژانس په دې اړه چې کرونا ویروس تر کوم وخته له موږ سره پاتې کېدای شي؟ خپور کړی دی.

د دغه مطلب په دوام کې راغلي چې د مسیح دانشوري روغتون د عفوني برخې رییس ډاکټر پیام طبرسي ویلي: ((کرونا به کلونه له موږ سره وي، باید له ورسره ځان عیار کړو، یعنې هم واکسین وکړو او هم روغتیايي سپارښتنې په نظر کې ونیسو.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.