اسعد اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۰): د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د کلیوالي شوراګانو پر مټ یې د کونړ د ځنګلونو په هغو سیمو کې چې په خپلسرې توګه یې ونې وهل شوې او یا سېلابونو ویجاړې کړې، د شاوخوا ۵۰۰زره نیالګیو اېښودو چارې پیل کړې دي.
د کونړ د کرنې ریاست د ځنګلونو چارو مدیر روح الله هجران د سلواغې په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۶۴ کلیوالي شوراګانو په همکاري یې د کونړ د دانګام، ماڼوګي، چپې درې او یو شمېر نورو ولسوالیو په ځنګلونو کې د نوو نیالګیو اېښودلو لړۍ پيل کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا چاره د کرنې ریاست او مرستندویه موسسو په ګډه همکاري پر مخ ځي چې له مخې به یې د ځنګلونو په ویجاړو برخو کې د غوزانو، نښترو، ناجو او نور لسګونه زره نیالګي کېښودل شي.
دی وایي، په دې توګه به د کونړ ځنګلونه بیا و رغول شي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې سږ کال د کونړ په دولتي او خصوصي نرسریو کې ۲ میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي روزل شوي چې ۵۰۰زره یې د طبیعي ځنګلونو د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي دي.
د کونړ کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د تېرو څو لسیزو جګړو او خپلسریو له امله د کونړ نږدې ۴۰ سلنه طبیعي ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل شوي او لرګي یې په قاچاقي توګه بهر ته لېږدول شوي دي.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د خپلې سیمې د ځنګلونو په هغو برخو کې چې ونې یې وهل شوې دي، د کرنې ریاست په مرسته نوي نیالګي ایښي دي.
هغه زیاته کړه، د ځنګلونو ساتنې په موخه په کليوالي کچه جوړې شوو شوراګانو تېر کال هم په غرونو کې د غوزانو، نښترو او ناجو نیالګي ايښي چې ښه پایله یې ورکړې ده.
د ده په خبره، هڅه کوي د خپلو قومي تړو پر مټ د طبیعي ځنګونه ساتنه او پالنه وکړي.
د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی باچازاده چې په خپله سیمه کې د ځنګل ساتنې کمېټې مسوول دی، وايي د خپلې ولسوالۍ په ګوریګا، انګرو کورونو او ټانګه سیمو کې د غوزانو د زرګونو بوټو د اېښودلو چاره پیل کړې ده.
هغه پژواک ته وویل، تېر کال یې هم نږدې ۱۷زره د چهارمغزو نیالګي ایښي وو چې د خلکو د سمې ساتنې او پالنې په برکت ښه شنه شوي او د ودې په حال کې دي.
نوموړی د کرنې او مالدارۍ ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي چې په ځنګلي سیمو کې د اوبه خور سیسټم او د خاورې او ځنګل د تخریب د مخنیوي په موخه د اوبو زېرمه کولو لپاره چیک ډیمونه جوړ او لا ډېر کړي.
د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وایي، اوسمهال تر ډېره د ولایتي ادارې په هڅو د ځنګلونو وهلو او د وزیرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ، د کونړ د ځنګلونو لرګیو د لېږد او قاچاق مخنیوی شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP