کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وایي، کابل ښار کې یو ډاکټر هغه مهال د امنیتي ځواکونو د یو تن پر ډزو وژل شوی چې په تلاشۍ کې یې موټر نه و درولی او په دې تړاو یو تن نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، دغه ډاکټر د کابل ښار دهمزنګ سیمه کې یو شخصي کلینیک درلود او تېره ورځ سهار دندې ته روان و چې له کابل پوهنتون سره نږدې له دغې پېښې سره مخ شو.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې څو ورځې مخکې د یادې سیمې اوسېدونکو په سیمه کې د غلو له شتون څخه شکایت کړی و او تېره ورځ سهار امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې چک پاینټ جوړ کړی و.
ده وویل :« یاد ډاکټر د امنیتي ځواکونو تلاشۍ ته نه دریږي او د امنیتي ځواکونو له ډلې یو تن د شا له خوا پرې ډزې کوي تر څو یې د موټر ټایر پر مرمۍ وولي، خو په دغو ډزو کې ډاکټر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
ځدراڼ وایي، امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې ډزې یې کړې دي. ده وویل چې له نیول شوي تن څخه څېړنې روانې دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP