Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار مستوفيت عوايد ٤٠ سلنه لوړ شوي

جلال اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ۱۴۰۰): د ننګرهار د مستوفيت چارواکي د خپلو عوايدو د لوړېدو خبر ورکوي، خو د جلال اباد ښار هټۍوال بيا له لوړو مالياتو څخه شکايت کوي.

دوی له چارواکو غواړي چې ماليات پرې بېرته کم کړي، ځکه د پخوا په پرتله بازارونه کم رنګه شوي او دوى خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

د ننګرهار مستوفیت د عوايدو امر پوهان الله سهاک پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو څو مياشتو کې ٤٧٤ ميليونه مالیاتي او غیر مالياتي عواید يې راټول کړي دي.

د هغه په وينا، د اداري فساد او د عوایدو د تښتې مخنيوي شوى نو ځکه د تېر په پرتله د ننګرهار مستوفيت د عوايدو کچه ٤٠ سلنه لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کړې چې ماليات پر وخت راټول کړو، شفافيت په کې رامنځته کړو او پر وخت يې د دولت خزانې ته انتقال کړو چې له امله يې زموږ د تېرو شپږو مياشتو عوايدو کې ۴۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.))

بلخوا د  جلال اباد ښار هټۍوال د مارکېټونو مالکان او اصنافو اتحاديې وايي، کاروبار يې خراب شوی او د لوړې ماليې د ورکړې توان نه لري.

د جلال اباد ښار يوه هټۍوال علي احمد پژواک ته وويل، په دې وروستيو کې بازارونه کمرنګه شوي، خريد او فروش نشته خو حکومت پر دوى ماليه لوړه کړې ده.

دی وایي، چې دغې چارې که څه هم د مستوفيت عوايد لوړ کړي خو د دوی ستونزې ورسره ډېرې شوې دي.

په جلال اباد ښار کې د يوه مارکېټ د کرايې ټولولو منشي سپين ګل وايي چې مستوفيت پرې ماليات لوړ کړي او دوى اړ دي چې پر هټۍ والو کرايې لوړې کړي.

هغه وايي: ((دوکاندار بيا مالونه قيمته خرڅوي چې بيا يواځې ولس زيانمن کيږي.))

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د اصنافو اتحاديې مشر عبدالشکور جلندرزي پژواک ته وويل چې مستوفيت بايد د پخوا په څېر ماليات کم کړي.

د مستوفیت مسوولین هم ياده ستونزه مني او زیاتوي چې د ماليې وزارت د پرېکړې له مخې به ډېر ژر په وضع شويو مالیاتو کې د پام وړ کموالی راشي.

د مستوفیت ادارې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د نوي حکومت له راتګ وروسته د تېر نظام يو شمېر غیر ضروري ادارې تړل شوي او د اوسنیو ادارو له لګښتونو څخه جدي څار روان دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.