مهترلام (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې له ٤٣٣٧ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د الینګار ولسوال قاري زاده الله فاتح د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرسته د خوراک نړيوال سازما له لوري شوې ده.
ده وويل چې دغه خوراکي توکي نن ٤٣٣٧ بېوزلو کورنيو ته چې مخکې سروې شوې دي، وېشل کېږي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ٧٥ کيلوګرامه اوړه، ٦،٨٣ کيلوګرامه غوړي، نهه کيلوګرامه دال او يو نيم کيلو سوجي وړه او يو نيم کيلو مالګه په کې شامل دي.
login or register a new account.