مهترلام (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې له ٤٣٣٧ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د الینګار ولسوال قاري زاده الله فاتح د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرسته د خوراک نړيوال سازما له لوري شوې ده.
ده وويل چې دغه خوراکي توکي نن ٤٣٣٧ بېوزلو کورنيو ته چې مخکې سروې شوې دي، وېشل کېږي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ٧٥ کيلوګرامه اوړه، ٦،٨٣ کيلوګرامه غوړي، نهه کيلوګرامه دال او يو نيم کيلو سوجي وړه او يو نيم کيلو مالګه په کې شامل دي.
د الینګار ولسوالۍ اړوند د حاجي کلا اوسېدونکي نوراغا پژواک ته وويل چې نن ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه وويل: ((کاروبار نشته، خلک سخت مرستو ته اړتيا لري، حکومت او موسسې بايد کومکونه ډېر کړي.))
د یادونې ده، د هېواد په کچه د خوړو نړيوال سازمان له لوري پر بېوزلو کورنيو د مرستو د وېش لړۍ روانه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








