ترینکوټ (پژواک، د کب لومړۍ نېټه۱۴۰۰): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوې مدرسې چت لوېدو په پېښه کې ۴ ښځې او یوه ماشومه ټپیانې شوې دي.
دا پېښه نن شاوخوا یوه بجه د خیرو کارېز په سیمه کې شوې ده.
د محمد سلیم په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې د مولوي رحیم الله په نوم په یوه دیني مدرسه کې د زده کوونکو د فراغت مراسم روان وو چې دا پېښه وشوه.
هغه زیاته کړه چې په پېښه کې ۴ ښځې او یوه ماشومه چې د ده ورېره ده، ټپيانې شوې دي.
login or register a new account.