منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې د یوې مدرسې چت لوېدو له امله ۴ ښځې او یوه ماشومه ټپيانې شوې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۹ کتنې

ترینکوټ (پژواک، د کب لومړۍ نېټه۱۴۰۰): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوې مدرسې چت لوېدو په پېښه کې ۴ ښځې او یوه ماشومه ټپیانې شوې دي.

دا پېښه نن شاوخوا یوه بجه د خیرو کارېز په سیمه کې شوې ده.

د محمد سلیم په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې د مولوي رحیم الله په نوم په یوه دیني مدرسه کې د زده کوونکو د فراغت مراسم روان وو چې دا پېښه وشوه.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې ۴ ښځې او یوه ماشومه چې د ده ورېره ده، ټپيانې شوې دي.

دی وايي، دا مېرمنې او ماشومه د فراغت غونډې ګډونوالې وې.

د ده په خبره چې پېښه د فراعت په مراسمو کې د ګډونوالو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې ده او وايي د پېښې ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

د اروزګان ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پېښې له ځایه ۴ ښځې او یوه ماشومه په ټپي حالت کې وروړل شوې دي.

ده د ټپیانو روغتیايي حالت ښه وباله او ویې ویل چې درملنه یې روانه ده.

ولایتي مسوولینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې