Language

ټام وېسټ: د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه دی

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، تر اوسه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت لپاره هڅې بې پایلې دي، خو د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه دی.

ټام ویسټ دغه څرګندونې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه ګردي مېز کې کړې دي.

ده ویلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه دی.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا شته او د دې موخې لپاره د خبرو دوام حتمي دی، خو تر اوسه د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره هڅو پایله نه ده ورکړې.

login or register a new account.