منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ټام وېسټ: د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه دی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۵۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، تر اوسه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت لپاره هڅې بې پایلې دي، خو د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه دی.

ټام ویسټ دغه څرګندونې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه ګردي مېز کې کړې دي.

ده ویلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه دی.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا شته او د دې موخې لپاره د خبرو دوام حتمي دی، خو تر اوسه د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره هڅو پایله نه ده ورکړې.

ده ویلي چي د افغانستان په حکومت کې د ښځو ګډون او د داسې ټولګډونه حکومت رامنځته کول چې ټول وګړي په کې خپل ځان وویني، د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي او نوی حکومت یې مراعاتولو ته رابولي.

افغان چارواکو مخکې ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، اوسنی سرپرست حکومت ټولګډونه دی، خو د لا ټولګډنوالي لپاره یې هڅې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست