کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ په تړاو د امریکا تصمیم «غیر منطقي او ناعادلانه» بللی، ویلي یې دي چې دغه تصمیم باید ژر تر ژره لغوه شي.
د بایډن دولت د تصمیم پر اساس، د افغانستان د مرکزي بانک اووه میلیارد ډالر شتمني چې په دغه هېواد کې ساتل کېده او د اوسني حکومت واک ته له رسېدو وروسته وتړل شوه، ۳.۵ میلیارد ډالر یې د سپټمبر د ۱۱مې برید د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ډول ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د مرکزي بانک نیمايي نوره شتمني د افغانستان له خلکو سره د مرستې په ډول یوه اماني صندوق ته انتقالېږي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د یادو پیسو لېږد د محکمې په حکم پورې تړلی دی.
د بښنې نړیوال سازمان تېره ورځ (دوشنبې، د کب ۲مه) یوه بیانیه کې د بایډن دغه تصمیم تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې د سپټمبر د ۱۱مې د برید د قربانیانو کورنۍ او دوستان د عدالت، تاوان او ځواب ورکولو وړ دي، خو د نظر وړ پیسې د یادو بریدونو په عاملانو پورې مناسبې نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو شتمني ده چې نن په لوږه کې ژوند کوي.
یاد سازمان ویلي: ((دغه پیسې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ټولې شوې د افغانستان د خلکو مال دی او ټولې باید د افغانستان د اقتصاد ژوندي کېدو لپاره په دې سخت وخت کې د لاسرسي وړ وي.))
په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان تایید کړې چې امریکا دې په افغانستان کې د خلکو ځان ساتنې ته پر نورو سیاسي موخو لومړیتوب ورکړي.
د یاد سازمان په خبره، په داسې حال کې چې افغانستان د بې ساري ګډوډۍ پر لور روان دی، امریکا باید د تلفاتو مخنیوي ته لومړیتوب ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP