Language

په اروزګان کې یو کس د زنا په تور په درو ووهل شو

ترینکوټ (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په عمومي څلور لارې کې د زنا په تور نیول شوی کس په درو ووهل شو.

د دغه محضر لیدلو ته په سلګونو کسان راټول شوي وو.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي ولي جان چې د سزا ورکولو جریان یې له نژدې لیدلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي کسانو نن له غرمې مخکې په رینجر موټر کې یو کس راوست او د خلکو په شتون کې يې په درو وواهه.

هغه زیاته کړه، امنیتي کسانو د لاوډ سپېکرونو له لارې اعلان وکړ چې دغه کس په چوره ولسوالي کې د زنا په تور نیول شوی او د خلکو د عبرت په موخه د ښار په منځ کې سزا ورکول کېږي.

login or register a new account.