منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په اروزګان کې یو کس د زنا په تور په درو ووهل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۳ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په عمومي څلور لارې کې د زنا په تور نیول شوی کس په درو ووهل شو.

د دغه محضر لیدلو ته په سلګونو کسان راټول شوي وو.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي ولي جان چې د سزا ورکولو جریان یې له نژدې لیدلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي کسانو نن له غرمې مخکې په رینجر موټر کې یو کس راوست او د خلکو په شتون کې يې په درو وواهه.

هغه زیاته کړه، امنیتي کسانو د لاوډ سپېکرونو له لارې اعلان وکړ چې دغه کس په چوره ولسوالي کې د زنا په تور نیول شوی او د خلکو د عبرت په موخه د ښار په منځ کې سزا ورکول کېږي.

د ارزوګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرافعه محکمې د جزا دیوان له خوا د زنا په تور نیول شوي کس ته د ۳۵ درو او ۵ میاشتو حبس سزا ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه، د نصرت الله په نوم دغه کس د مرکز ترینکوټ اوسېدونکی دی چې درې میاشتې مخکې د چورې ولسوالۍ اړوند د کلاچو سیمې په یوه نامحرم کور کې د امنیتي کسانو له خوا نیول شوی و.

دی وايي، د نیول شوي کس دوسیه د ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته راجع شوه، هغه په دې محکمه کې له کوم زور زیاتي پرته د زنا په کولو اقرار وکړ چې په پایله کې یې اړوندې محکمې پر ده د زنا حد (۱۰۰ درو) پلي کولو حکم وکړ.

نوموړي وویل، وروسته د دغه کس دوسیه په مرکز ترینکوټ کې د مرافعه محکمې د جزا دیوان رییس ته راجع شوه، تورن کس له زنا کولو انکار وکړ خو دا یې ومنله چې د شپې له خوا یې په نامحرم کور کې له نامحرمو ښځو سره خبرې او ناسته کړې ده.

دی وايي: ((په همدې بنسټ د مرافعه محکمې د جزا دیوان رییس تعزیراً نصرت الله ته د ۳۵ درو او ۵ میاشتې حبس سزا ورکړه چې درې میاشتې یې تېرې کړې او دوه میاشتې به نورې هم تېروي.))

د ده په خبره، دوې تورنې ښځې- چې دواړې خویندې وې- د زنا له حد او تعزیر څخه ژغورل شوې ځکه هغوی ویل چې نوموړي کس په زور زنا ته مجبوره کړې وې.

د اوسني حکومت له راتلو وروسته دا په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې لومړی ځل دی چې په عام محضر کې پر یوه تورن کس حد پلی کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه