ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار معلولينو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه

د ننګرهار معلولينو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه

author avatar
22 Feb 2022 - 15:13
د ننګرهار معلولينو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه
author avatar
22 Feb 2022 - 15:13

جلال اباد (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): په ننګرهار کې لسګونو معلولينو د يوه لاریون په ترڅ کې د امريکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو چې د امریکا او ناټو پرضد يې شعارونه ورکول، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه یې د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړه غیرعادلانه وبلله او له امریکا يې افغان ولس ته په تېرو شلو کلونو کې د اوښتو زیانونو د تاوان د ورکړې غوښتنه وکړه.

دوی همداراز له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د افغان ولس د کنګل شوې بوديجې د ازادېدو برخه کې دې لازمه مرسته وکړي او اسلامي امارت دې په رسمیت وپېژني.

دغو معلولينو د کب په ۳مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې کې لاريون وکړ .

د لاريون تنظيموونکي او د ننګرهار د معلولينو ټولنې مشر مسعود ساپي وويل چې له دغه لاريون څخه يې موخه د امريکا ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په غبرګون نړیوالې ټولنې ته غږ پورته کول او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه ده.

د لاريون يو ګډونوال قاسم خان وويل، په امریکا کې د سپټمبر ۱۱م پېښه کې هیڅ افغان ښکېل نه دی او د افغان مظلوم ولس کنګل شويو پيسو حیف او میل کولو ته دې امریکا پلمې نه لټوي.

په دې لاریون کوونکو کې داسې معلولو وګړو هم شتون درلود چې له امریکا او ناټو سره يې په ګډه مبارزه کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي دي.

د دوی له ډلې اولمير وايي، امريکا له کومې ستونزې پرته پر افغانستان بريد وکړ، دلته يې شل کاله جګړه توده وساتله او زرګونه افغانان يې مړه او ټپيان کړل، د دې پرځای چې افغانانو ته تاوان ورکړي د افغانانو پيسې ځانته اخلي.

لاریون کوونکي وايي، امریکا دې نه يواځي دا چې د افغان ولس کنګل شوې شتمني ازاده کړي، بلکې ترڅنګ دې په تېرو شلو کلونو کې زیانمنو شويو افغان وګړو ته د اوښتو زیانونو تاوان هم ورکړي.

دوى همدراز د لاریون په وروستۍ برخه کې يو پرېکړه لیک هم ولوست چې په کې له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتنه شوې وه چې د افغان مظلوم ولس د کنګل شويو پیسو په ازادېدو کې دې لازمه مرسته وکړي او اسلامي امارت دې په رسمیت وپېژني.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار په ګډون د هېواد مختلفو ولايتونو کې د امريکا ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په غبرګون ورته لاريونونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سلواغې په ۲۲مه د یادې شتمنۍ وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ؛ د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني پر دوو مساوي برخو وېشل شوې ده.

د فرمان له مخې، ټاکل شوې د دغو پیسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې نورې د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

دغه فرمان د افغانانو له سختو غبرګونونه سره مخ شوی، وایي یاده پانګه د دوی ده او امریکا حق نه لري چې دغه پیسې په غرامت کې ورکړي.

خو سپېنې ماڼۍ ویلي وه د افغانستان د شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه به د محکمې تر حکم وروسته پلې شي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.