ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا تروې ولسوالۍ ښوونکو د تېرو شلو کلونو معاشونه شخصي جېبونو ته تللي

د پکتيکا تروې ولسوالۍ ښوونکو د تېرو شلو کلونو معاشونه شخصي جېبونو ته تللي

author avatar
23 Feb 2022 - 11:54
د پکتيکا تروې ولسوالۍ ښوونکو د تېرو شلو کلونو معاشونه شخصي جېبونو ته تللي
author avatar
23 Feb 2022 - 11:54

ښرنه (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۰): د پکتیکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې له تېرو شلو کلونو راهیسې ښوونځي تړلي وو او د ښوونکو معاشونه شخصي جېبونو ته تلل.

تروه د پکتیکا د مرکز سوېل لوېدیځ پرته ولسوالي ده چې د تېر حکومت پر مهال یې ځمکنۍ لارې د ناامنیو او جګړو له امله تړلې وې او د پوهنې په ګډون له هر راز اسانتیاوو بې برخې وه.

د دې لرې او سرحدي ولسوالۍ د شبې خېلو کلي اوسېدونکي اختر ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شلو کلونو کې د دې ولسوالۍ د ماشومانو په برخلیک لوبې شوې او د زده کړو له نعمته بې برخې ساتل شوي وو.

هغه زیاته کړه: ((تروه د پکتیکا لرې او سرحدي ولسوالي ده، دلته تېر شل کلونه ټول ښوونځي تړلي وو خو د ښوونکو په نوم معاشونه راتلل چې د وخت د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او د امنیت مدیرانو له خوا اخیستل کېدل.))

د ده په خبره، دا چې په تېر کې ناامني او جګړې وې او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې تړلې وې، همدې ستونزې دغه فساد ته لار هواره کړې وه.

دی وايي، یوازې د دوی په کورنۍ کې ۲۶ ماشومان دي چې هیڅ راز لیک او لوست نه شي کولای، داسې په زرګونو ماشومان له زده کړې بې برخې پاتې شوي دي.

نوموړی له اوسني حکومته غوښتنه کوي چې تروې ولسوالۍ ته پام وکړي او خلکو ته د پوهنې په ګډون د ژوند ټولې لومړۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې ولسوالۍ د حاجي خالقداد کلي اوسېدونکی مومن خان هم له پژواک سره په خبرو کې وویل چې په تېرو شلو کلونو کې دلته ښوونځي یوازې په نوم وو، خو عملاً هیڅ هم نه وو.

هغه زیاتوي، د ډېرو کورنیو ماشومان بې سوداه لویان شول، د زده کړو هیڅ اسانتیاوې ورته برابرې نه شوې، د پوهنې په نوم ټولې پیسې او امتیازات د وخت د مسوولینو اکاونټونو او جېبونو ته تلل.

دی وايي، هغه وخت یې ځکه په دې اړه غږ نه شوای اوچتولای چې د هغو له لوري هدف ګرځېدل.

د دې ولسوالۍ ګڼو نورو اوسېدونکو هم له پژواک سره په خبرو کې یادونه وکړه چې دلته په تېرو شلو کلونو کې د پوهنې په برخه کې هیڅ خدمات نه دي وړاندې شوي.

د تروې ولسوالۍ د تېر حکومت د پوهنې مدیر او اوسني مرستیال نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خلکو شکایت پر ځای دی، شاوخوا یو کال کېږي چې دلته دنده ترسره کوم، کال وړاندې دلته هیڅ ښوونځی فعال نه و.

دی زیاتوي، د دوی له راتلو سره په لومړي ځل په دې ولسوالي کې ځينې ښوونځي فعال شول خو یو ځل د کرونا او بیا د وروستي بدلون له امله رخصت شول.

ده هم ومنله چې سیمه ییزو چارواکو او ملکانو د ښوونکو معاشونه ترلاسه کول.

د تروې ولسوال مولوي مخدوم قیس هم مني چې په دې ولسوالي کې تېر شل کلونه د پوهنې په برخه کې له خلکو سره ظلم شوی دی.

دی وايي، تمه لري چې د نوي کال له پیل سره په دې ولسوالۍ کې ښوونځي پرانیستل شي او د هېواد د نورو برخو په څېر دلته هم ماشومان ښوونځي ته لاړ شي.

د پکتیکا د پوهنې رییس مولوي میرزا علي خان سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تروې ولسوالۍ ۱۱ بابه ښوونځي او ۵۲ تنه تشکیل درلود.

ده زیاته کړه، له دې ډلې د ډېرو ښوونکو معاشونه شخصي جېبونو ته تلل خو چې د نوي حکومت په راتلو ۱۸ ښوونکو ته معاشونه ورکړل شوي او پاتې نور لغوه شوي دی.

ده خبر ورکړ چې د نوي کال په وري میاشت کې به دلته ښوونځي پیل او ماشومانو ته د زده کړې اسانتیا برابره شي.

د یادونې ده، د پکتیکا یو شمې نورې ولسوالۍ هم له ورته توګه د پوهنې او نورو اسانتیاوو بې برخې دي چې اوسېدونکي یې له نوي حکومته د برابرولو غوښتنه کوي.

Visits: 211

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.