Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور او بامیان ولایتونو ترمنځ په بکک کوتل کې بند پاتې مسافر وژغورل شول

فیروزکوه (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۰): د غور ولایتي مسوولین وایي، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست ټیمونو ټول هغه مسافر چې د بکک کوتل کې بند پاتې وو، تېره شپه ناوخته ژغورلي دي.

پرون اته موټره- چې له کابله یې غور ته مسافر لېږدول- د واورې ښویېدو او تېز باد له امله په بکک کوتل کې بند پاتې شوي وو.

دغه کوتل د غور او بامیانو ولایتونو ترمنځ موقعیت لري.

مولوی محمد حماس د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر، د ټولکټو ریاست د چارواکو له قوله پژواک ته وویل، ۸۰ مسافر چې د بکک کوتل کې بند پاتې وو، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له وسایلو څخه په استفادې ژغورل شوي دي.

هغه وویل چې یاد مسافر روغ جوړ خپلو کورونو ته ستانه شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.